کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هوا پېژندنې ادارې سبا په اوولسو ولايتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا د هېواد په اوولسو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی. يادې ادارې دغه اټکل په نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، ميدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولايتونو کې کړی دی. سرچینه زياتوي، د…

2026-07-23 05:37 221۱ دقیقې لوستل
د هوا پېژندنې ادارې سبا په اوولسو ولايتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا د هېواد په اوولسو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

يادې ادارې دغه اټکل په نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، ميدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولايتونو کې کړی دی.

سرچینه زياتوي، د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ ملي مترو تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

دغه وړاندوینه داسې مهال کيږي، چې نورستان کې وروستي سېلاب له امله ګڼ شمېر کسان مړه او درانه مالي زيانونه هم واوښتل.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب