کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نړیوال بانک: افغانستان د اقلیمي بدلون او د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دی

نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان، د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان له هېوادونو سره یو ځای، له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دی؛ چې د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت او د خوړو د نه‌ خوندیتوب زیاتوالی پکې شامل دي.  راپور کې راغلي خوړو او کرنې په نظامونو کې بدلون کولی شي په افغانستان او د سیمې پ…

2026-07-05 23:46 272۱ دقیقې لوستل
نړیوال بانک: افغانستان د اقلیمي بدلون او د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دی

نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان، د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان له هېوادونو سره یو ځای، له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دی؛ چې د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت او د خوړو د نه‌ خوندیتوب زیاتوالی پکې شامل دي.

 راپور کې راغلي خوړو او کرنې په نظامونو کې بدلون کولی شي په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي، د کار فرصتونه زیات کړي او اقتصادي مقاومت لوړ کړي.

نړیوال بانک اټکل کړی، چې د پراخې پانګونې، د سوداګرۍ د چاپېریال د اصلاح او د خوړو د رسونې د ځنځیر له تولید څخه تر وېش پورې د عصري کولو له لارې، تر ۲۰۵۰ کال پورې د کرنې او خوړو د صنعت په برخه کې د سیمې، په ګډون د افغانستان، لپاره تر پنځه میلیونه پورې نوي کاري فرصتونه رامنځته کېدای شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب