په تخار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې ناپېژانده کسانو د دوشنبې شپه ناوخته «د سپتمبر ۱۱مه» په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی او ښوونځی په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
دا پېښه د تخار ولایت په مرکز دشت قلعه سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سيمې يو اوسېدونکی جاوېد له افغان پرېس سره په خبرو کې وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې اور د چا لخوا اچول شوی دی.
نوموړی زياتوي، چې ځايي خلکو د اور د مړه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو کامیاب نه شول.
د جاوېد په وینا د ښوونځي اسناد، او نور توکي په بشپړ ډول سوځېدلې دي.
تر اوسه د تخار ولايتي چارواکي د دې اورلګېدنې په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې د هېواد په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ناپېژانده کسانو له لوري د ښوونځيو ودانۍ سوځول شوي دي.
د ښوونځيو د سوځول کېدو دا خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې د افغانستان سرپرست حکومت له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهيسې، په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بنديز لګولی دی.
