کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جوزجان کې یو کس خپله میرمن وژلې ده

د جوزجان امنیتي مسؤولان دغه ولایت کې د خپل خاوند له لوري د یوې میرمنې د وژل کېدو خبر ورکوي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي، تېره شپه د «سپټمبر ۱۹مه» د مرکز شبرغان په «ینګه ازی» سیمه کې د خدایقل په نوم یو کس د عالیه په نوم خپله تازه را واده کړې میرمن چې شل کاله عمر یې درل…

2023-09-20 04:41 1۱ دقیقې لوستل
جوزجان کې یو کس خپله میرمن وژلې ده

د جوزجان امنیتي مسؤولان دغه ولایت کې د خپل خاوند له لوري د یوې میرمنې د وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي، تېره شپه د «سپټمبر ۱۹مه» د مرکز شبرغان په «ینګه ازی» سیمه کې د خدایقل په نوم یو کس د عالیه په نوم خپله تازه را واده کړې میرمن چې شل کاله عمر یې درلود زیندۍ کړې ده.

د حلیمي په خبره، دغه کس همدا څو موده وړاندې واده کړی و چې د کورنیو ستونزو له امله یې خپله میرمن وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.
هغه زیاتوي، د قاتل د نیولو په موخه یې هڅې پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې هېواد کې کورنیو شخړو له امله د مرموزو وژنو او ځان وژنو پېښې ډيرې شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.