ليکوال: عبدالوافي نایبزی
د بریټون ووډز کنفرانس Bretton Woods Conference په رسمي ډول «د ملګرو ملتونو د پیسو او مالي کنفرانس» په نوم هم په نړۍ کې یادېږي. اصلاً د «برېټن ووډز» رېښه د امریکا د متحده ایالتونو د نېوهمپشایر سیمې پورې تړلې ده، چې هلته د برېټن ووډز په نوم ځای کې د «ماونټ واشنګټن هوټل» کې د دوییمې نړیوالې جګړې وروسته د ۴۴ هېوادونو ۷۳۰ استازې راټول شول او په نړۍ کې د پيسو د مدیریت او مالي نظم رامنځته کېدا په موخه يې کنفرانس دایر کړ، چې دا کنفرانس د نړیوال اقتصادي نظم او پيسو مدیریت کې بیا تر نن ورځې پورې حیاتي رول لري.
برېټن ووډز کنفرانس او د «نړیوال بانک» او «پيسو نړیوال صندوق» رامنځته کېدل:
د برېټن ووډز کنفرانس د ۱۹۴۴ کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه تر ۲۲ مې نیټې پورې دوام وکړ. اصلي کیسه همدا وه، کله چې په اروپا او ارام سمندر کې دویمې نړیوالې جګړې زور واخیست، د څلوېښتو هېوادونو استازو د امریکا-نیو همپشایر، په برېټن ووډز سیمه کې چې د «ماونټ واشنګټن هوټل» پهکې موقعیت لري، سره راټول شول او دا کنفرانس يې دایر کړ، د دوی موخه دا وه چې د اقتصادي نظم او نړیوالې اقتصادي همکارۍ سیسټم باندې یوې موافقې ته سره ورسېږي او هغه هیوادونه چې تازه له جګړې راستانېږي، د یوې اوږدې مودې لهپاره نړیوالې ودې ته پرمختګ ورکړي. د کنفرانس په پای کې، ګډونوالو «د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک» یا IBRD (چې ورسته بیا د نړیوال بانک یوه برخه شوه) او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) لپاره یو شمېر د موافقتنامې مقالې وړاندې کړې، چې تر څو دا دوه سترې ادارې رامنځته کړي او وروسته بیا د یو لړ قانوني اقداماتو همداسې وشول.
په موافقتنامو کې کومې خبرې وې؟
د بریټون ووډز کنفرانس درې اصلي پایلې درلودې: لومړی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا IMF د رامنځته کولو لپاره د موافقتنامې مادې، چې هدف یې په نړیواله کچه د تبادلې نرخونو ثبات او مالي جریاناتو ته وده ورکول وو. دوییم، د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک یا IBRD د جوړولو لپاره د موافقتنامې مادې، چې موخه یې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بیارغونې چټکتیا او د اقتصادي پراختیايې چارو هڅول، په ځانګړې توګه د پور ورکولو له لارې د زیربنا جوړول. درېییم، د نړیوالو اقتصادي همکاریو لپاره یو لړ نور وړاندیزونه.
خو د برېټن ووډز کنفرانس د ګډونوالو د پام وړ موضوع د پيسو د نړیوال صندوق یا IMF رامنځته کول وو، چې کابو ټول ورته خوشبین وو، هغه مهال د پیسو د نړیوال صندوق د ایجاد لهپاره لاندې موخې بحث شوې:
الف، د بهرنیو اسعارو د تبادلې یو منظم سیسټم لرل: په نړیواله کچه د تبادلې نرخونو د ارزښت لهپاره سره زر په دې موخه وټاکل شول تر څو په نړۍ کې د پیسو د رامنځته شوي «عدم توازن» مخه ونیسي.
ب، له غړیو هېوادونو ژمنه واخیستل شوه، چې خپله کرنسي یا پیسه د سوداګریزو اهدافو د ترسره کولو لهپاره د «تبادلې وړ» وګرځوي، یانې کرنسي به یې بلې کرنسي ته په اسانه د تبدیلېدو وړ وي، خو دا چاره د ۱۹۵۸ز د ډسمبر پورې پلي نهشوه.
ج، د پیسو د نړیوال صندوق له لوري چې کومو غړیو هیوادونو باندې د تبادلې د نرخ لهپاره شرایط وضع شويوو، هغه شاید د غړیو هېوادونو د تادیاتو توازن یا Balance of Payments Position باندې اغېز درلود، نو که غړيو هېوادونو پهدې برخه کې د IMF خبره نهمنله، نو د IMF له لورې پرې کوم جبر نهوو، خو دومره وو، چې دوی بیا د دې کار په نه کولو سره نهشول کولای چې د پیسو نړیوال صندوق له لوري قرضه واخلي.
د، ټول غړي هېوادونه اړ وو، چې د پیسو نړیوال صندوق په شتمنۍ لوړولو کې خپل سهم ولري، او هغه هېوادونو چې غوښتل د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک یا IBRD غړي شي، نو اول باید د پیسو نړیوال صندوق غړیتوب ولري. همدارنګه هغه هېوادونو چې سهم يې د پیسو نړیوتال صندوق په شتمنۍ کې ډېر وو، د رايې ورکولو حق يې هم برجسته وو.
برېټن ووډز کنفرانس او د ازاد بازار لا هڅوول:
د بریټون ووډز کنفرانس تر شا یو بنسټیز نظر د ازادو بازارونو رامنځته کول او هڅوول وو. د کنفرانس په پایله کې دا په څرګند ډول واضیح شوه، چې د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک یا IBRD (چې ورسته بیا د نړیوال بانک یوه برخه شوه) او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) رامنځته کول پهدې مانا دي، چې په نړۍ کې اقتصادي ملتپالنې یا Economic Nationalism ته د پای ټکی کېښودل شي او د ټولې نړۍ اقتصاد ښې کېدنې باندې غور وشي، دا پهدې مانا نهوه، چې هېوادونه دې خپلې ملې ګټې پهپام کې نهنیسې، دوی دې خپلې ملې ګټې پهپام کې ونیسې، خو د نورو هېوادونو لهپاره به سوداګریز بلاکونه او د نفوذ اقتصادي ساحې نه رامحدودوي او ټول باید ازاد بازار او د نړیوالې سوداګرۍ اصولو ته ژمن اوسي.
برېټن ووډ کنفرانس او د ګډونوالو یو ناکام وړاندیز:
د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لهمنځه وړلو په موخه د کنفرانس ګډونوالو د نړیوالې سوداګرۍ سازمان یا International Trade Organization – ITO د رامنځته کېدو وړاندیز وکړ، خو دا وړاندیز بیا د امریکا متحده ایالتونو د سنا له لورې ونهمنل شو او پر ځای يې «پر سوداګرۍ او تعرفو عمومي موافقتنامه یا GATT» رامنځته شوه، چې وروسته بیا په ۱۹۹۵ز کې د همدې موافقتنامې GATT د بدیل په توګه د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا World Trade Organization – WOT رامنځته شو تر څو د نړیوالې سوداګرۍ ستونزو د حل او پهدې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته کار وکړي.
د «برېټن ووډز کنفرانس» او نړیوال اقتصادي ارزښت يې
ليکوال: عبدالوافي نایب‌زی د بریټون ووډز کنفرانس Bretton Woods Conference په رسمي ډول «د ملګرو ملتونو د پیسو او مالي کنفرانس» په نوم هم په نړۍ کې یادېږي. اصلاً د «برېټن ووډز» رېښه د امریکا د متحده ایالتونو د نېوهمپشایر سیمې پورې تړلې ده، چې هلته د برېټن ووډز په نوم ځای کې د «ماونټ…
لیکوال/اېډېټر: KohiNoor
