کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزل | نجيب عامر

ستړی مه شې لږه شان دمه خو به دې کړې وهموږ سره په مینه یوه شپه خو به دې کړې وه ولې دې د زړه خبره شونډو باندې نه راتلهخیر دی که خوږه نه وه ترخه خو به دې کړې وه څومره بې وسۍ کې دې وطن غلیم ته پرېښودوشور به دې جوړ کړی و لانجه خو به دې کړې وه پټې سترګې راغلې، له دنیا نه، پټې سترګې ځېجار د قدرتونو نظاره خو به دې کړې وه مینې…

2023-09-10 00:50 271۱ دقیقې لوستل
غزل | نجيب عامر

ستړی مه شې لږه شان دمه خو به دې کړې وه
موږ سره په مینه یوه شپه خو به دې کړې وه

ولې دې د زړه خبره شونډو باندې نه راتله
خیر دی که خوږه نه وه ترخه خو به دې کړې وه

څومره بې وسۍ کې دې وطن غلیم ته پرېښودو
شور به دې جوړ کړی و لانجه خو به دې کړې وه

پټې سترګې راغلې، له دنیا نه، پټې سترګې ځې
جار د قدرتونو نظاره خو به دې کړې وه

مینې قرباني غوښته د سر ساتنه څه مانا؟
حسن ځان ته خدای وی نو سجده خو به دې کړې وه

ښکلې ښاپېرۍ د ټول مالت به درنه تاوې وې
ته که بنجاره وای، څه فایده خو به دې کړې وه

ته چې رانه ځې عامره ساه به څنګه اخلمه؟
لاړ شه خو د بیا راتلو وعده خو به دې کړې وه

٢٠٢٣ اګست ٢٦
کولن جرمني

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب

پښتون - سلیمان لایق
شعر مقالې

پښتون - سلیمان لایق

«پښتون»سليمان لايق زه یو آواره، یو سرگردان او یو پښتون یمهزه د ژوندانه د ویر شپیلۍ د غمو یون یمهیو ځلې...

2 کاله دمخه519