کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

محسن نقوي: راتلونکې جمعه پرېکړه کوو، چې نړيوال جام کې ګډون وکړو، که نه

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي نن د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شريف سره ليدلي او هغه ته يې د ورستیو کړکېچونو په اړه معلومات ورکړي دي.هغه پر خپل اېکس ليکلي، دغه ليدنه تر ډېره مثبته وه؛ خو له هر اړخيزې ارزونې وروسته به د پاکستان کرکټ راتلونکې جمعه پرېکړه وکړي، چې په نړيوال جام کې ګډون وکړي او که نه.نقوي ليکلي، که…

2026-01-26 08:21 221۱ دقیقې لوستل
محسن نقوي: راتلونکې جمعه پرېکړه کوو، چې نړيوال جام کې ګډون وکړو، که نه

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي نن د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شريف سره ليدلي او هغه ته يې د ورستیو کړکېچونو په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه پر خپل اېکس ليکلي، دغه ليدنه تر ډېره مثبته وه؛ خو له هر اړخيزې ارزونې وروسته به د پاکستان کرکټ راتلونکې جمعه پرېکړه وکړي، چې په نړيوال جام کې ګډون وکړي او که نه.
نقوي ليکلي، که په نړيوال جام کې ګډون وکړي هم؛ خو ښايي چې له هند سره لوبه له دې امله لغوه کړي چې ولې بنګله دېش له نړيوال جام څخه بهر کړ.

همدې حال کې بیا شهباز شريف هم ويلي، چې پرېکړه دې د پاکستان ګټو ته په کتلو وشي.

د يادونې ده، چې د کرکټ شل اوريز نړيوال جام د فبروري مياشتې په اوومه نېټه پيليږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب