ماليې وزارت وزارت وايي، د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني مسؤلینو افغاستان ته د ایراني پلاستیکي کڅوړو د قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ځايي مسوولينو یو کوچنی باروړونکی موټر چې ۸۰ بوجۍ ايرانۍ پلاستيکي کڅوړې پکې بار وې او غوښتل یې افغانستان ته یې انتقال کړي ونيوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پلاستيکي کڅوړو ۲۰۰۰ کيلو ګرامه وزن درلود.
ماليې وزارت وايي، د حکومت د رهبرۍ پرېکړه دا ده، چي د کورني صنعت د ملاتړ او له ککړتیا څخه د چاپیریال ساتني په موخه باید هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو د را واردولو مخه ونیول سي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګمرکونو د ګرځنده څارني او امنیتي مسؤلین د غیري قانوني او په قاچاقي ډول د وارداتو او صادراتو څخه په کله مخنیوی کوي او هیڅ چاته اجازه نه چې غیر قانوني توکي افغانستان ته انتقال کړي.
د چاپيریال ساتنې متخصصين وايي، چې د پلاستيکي کڅوړو نه استعمال د چاپيریال په پاک ساتنه کې مهم رول لري.
د دوی په وينا، چې خلک بايد د پلاستيکي کڅوړو پر ځای له کاغدي کڅوړو څخه استفاده وکړي.
