کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هغه پوښتنې چې ستونزې حلوي

ثمیرا سيدي پوښتنې دومره ځواک لري چې کولی شي ژر تر ژره زموږ د فکر بنسټ بدل کړي، حتا په خورا بد وخت کې سمې پوښتنې انسان ته د ښه احساس ورکولو وړتيا لري، ورته ډول غلطې پوښتنې مونږ ته بد احساس راکوي. ارتوراش لومړنی تور پوستی لوبغاړی وو چې د ويمبلډن سياليو اتلولي يې وګټله، کله چې ډاکټرانو معلومه کړه هغه په ايډز اخته شوی؛ د ن…

2023-09-16 05:50 507۲ دقیقې لوستل
هغه پوښتنې چې ستونزې حلوي

ثمیرا سيدي

پوښتنې دومره ځواک لري چې کولی شي ژر تر ژره زموږ د فکر بنسټ بدل کړي، حتا په خورا بد وخت کې سمې پوښتنې انسان ته د ښه احساس ورکولو وړتيا لري، ورته ډول غلطې پوښتنې مونږ ته بد احساس راکوي.

ارتوراش لومړنی تور پوستی لوبغاړی وو چې د ويمبلډن سياليو اتلولي يې وګټله، کله چې ډاکټرانو معلومه کړه هغه په ايډز اخته شوی؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه يې مينوالو ورته ډیر ليکونه واستول، يوه يې ليکلي و: "خدای ته ولې د دې خطرناکې ناروغۍ لپاره غوره کړی يې خطرناکه ناروغي؟" ارتوراشي په دې ډول ځواب ورکړ:

په نړۍ کې ۵۰ ميليونه ماشومان د ټينس لوبه غوره کوي، په دې کې ۵ ميليونه يې د ټينس په زده کړه کې بريالي شوي، ۵ زره يې هڅه کوي چې د ټينس په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي يوازې ۵۰ يې ويمبلډن ته رسېږي او څلور کسان په دې بريالي کېږي چې نيمه پايلوبې ته ورسېږي، دوه کسان يې فائينل ته لاره پېدا کوي او يوازې يو کس يې اتلولي ګټي. کله چې مې د اتلولۍ جام په لاس کې نيولی و، له خدايه مې پوښتنه ونه کړه چې ولې؟ نو اوس زه څنګه کولی شم چې خدای ته ووايم چې زه ولې؟

نن ورځ ساينس پوهانو موندلې چې د سرطان په څير ګواښوونکو ناروغيو کې د ناروغانو د درملنې لپاره هڅونه او مثبت ليد خورا مهم دی.
همدارنګه د منفي پوښتنو پايله منفي ده مثلآ: وايو "ولې ټول دردونه ماته راځي؟ نو په اتومات ډول به منفي ځواب ترلاسه کړئ "ځکه چې بدمرغه ياست، خلکو له نظره کړي ياست او ډیر نور....

يوه پوښتنه مونږ کولی شو په څو طريقو وپوښتو خو هره طريقه یې ځانته اغيز لري. لکه، وايو:

ايا تاسو هوښيار ياست؟

ايا تاسو احمق ياست؟

دا دواړه پوښتنې په اصل کې يو شان معنا افاده کوي خو که مونږ یې له چا وپوښتو په لومړۍ پوښتنه ممکن خوشحاله شي يا ورباندې ښه ولګېږي، مګر په دويمه پوښتنه به يې غبرګون ډېر بد وي. په جمله کې منفي کلمه کارول د منفي ځواب ترلاسه کولو لامل ده.
نو د منفي پيښې په اړه د ښه احساس ورکولو غوره لاره داده کې چې په همدې شیبه کې مثبته پوښتنه وکړو او هڅه مو بايد دا وي چې په خپلو خبرو او بخصوص پوښتنو کې له مثبتو ټکو استفاده وکړو ترڅو خپله ستونزه په ډېرې راحتۍ حل کړو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب

د رهبرۍ ځانګړتياوې
ارواپوهنه مقالې

د رهبرۍ ځانګړتياوې

ثميرا سيدي که څوک غواړي د نورو په نظر رهبر وګڼل شي او له رهبرۍ سره مينه لري دغه پنځه مرکزي نقش لرونکي شخصي صفتونه د...

2 کاله دمخه578
جادو او جادوګري
ارواپوهنه مقالې

جادو او جادوګري

ژباړه: نظر افغان ليک: امجد اوسلو کوډې، سحر يا جادو يوه داسې موضوع ده، چې له پخوا زمانو راهيسې يې د انسان پام ځان ته...

2 کاله دمخه388