کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هندوستان د افغان زده‌کړيالانو لپاره ۱۰۰۰ وړيا تحصيلي برسونه اعلان کړل

هند حکومت د آي‌سي‌سي‌آر له لارې د افغان زده کړيالانو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ وړيا انلاین تحصيلي برسونه اعلان کړل. په هند کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې  دا ۱۰۰۰ وړيا انلاین برسونه د هند حکومت افغان زده کړیالانو ته ځانګړي کړي دي. سفارت د هند له حکومت او د دې هېواد د بهر…

2023-09-17 14:32 3۱ دقیقې لوستل
هندوستان د افغان زده‌کړيالانو لپاره ۱۰۰۰ وړيا تحصيلي برسونه اعلان کړل

هند حکومت د آي‌سي‌سي‌آر له لارې د افغان زده کړيالانو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ وړيا انلاین تحصيلي برسونه اعلان کړل.

په هند کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې  دا ۱۰۰۰ وړيا انلاین برسونه د هند حکومت افغان زده کړیالانو ته ځانګړي کړي دي.

سفارت د هند له حکومت او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت څخه، افغانانو ته د دې برسونو له ورکړې مننه کړې ده.

دې برسونو د نومليکنې موده د روان ميلادي کال د سپتمبر د مياشتې تر ۲۲مې نېټې ټاکل شوې ده.

د هند حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې دا برسونه د افغان زده کړيالانو لپاره ځانګړي کوي؛ خو اوس يې توپير دا دی، چې بڼې له حضوري څخه انلاین ته تغیر کړی دی.

د جمهوري نظام تر سقوې وروسته هند افغانانو ته د ويزو د ورکړې پروسه ځنډولې ده.

د ويزو د ځنډېدو له امله سلګونه نور هغه زده کړيالان چې د جمهوري نظام د سقوط په لومړي کال يې دې برسونو ته لار موندلې وه په افغانستان کې پاتې شول.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.