د هرات تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت لاسليک شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د هرات - تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت لاسليک شوه.
د ریاست االوزراء اقتصادي معاونیت په يوه خبر پاڼه کې ليکلي دي چې، د دغه معاونیت سرپرست ملا برادر نن کابل کې د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال سره ليدلي دي.
دواړو لوريو د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د هرات - تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو هوکړه لاسلیک کړې ده، چې نږدې راتلونکي کې به يې چارې پيل شي.
په دغه ليدنه کې اقتصادي مرستيال ويلي، افغانستان چمتو دی چې قزاقستان ته د دې زمینه برابره کړي، ترڅو خپله انرژي له همدې لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.
خبر پاڼه زیاتوي، دغه ليدنه کې پر ترانزيت، بانکي خدمتونو او اقتصادي همکاريو هم خبرې کړي دي.
وړاندې د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال له قوله ليکل شوي، چې پر نړيوال سټېج به له افغانستان څخه ملاتړ کوي او په بېلابېلو برخو کې به له افغانستان سره ګډ کار کوي.