هېواد کې هغه توليدي فابريکې بېرته فعالیږي چې له ۶۰ کلونو راهيسې يې توليد ندی کړی

کابل (کوه نور ۳۰ سرطان ۱۴۰۴):
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر اېکس ليکلي، ملي پراختیا شرکت هغه توليدي فابريکې چې له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې يې فعاليت ندی کړی، بېرته فعالوي.
سرچينې ليکلي، نن د دغه رياست د سرپرست په شتون کې د توليدي فابريکو کمپلیکس پرانستل شو چې ورسره به هېواد ته د وارداتو کچه راکمه شي.
د معاونیت په خبره، دغه کمپلیکس به کورنی صنعت پياوړی او ډېری هېوادوالو ته به د کار کولو زمينه برابره شي.
خبر پاڼه زیاتوي، د دغه توليدي فابريکو په بیا فعالیدو سره به هېوادوالو ته له بهرنیو تولیداتو په ارزانه بیه توليدات وړاندې او ورسره به کورنی اقتصاد پیاوړی شي.
خبر پاڼه کې ليکل شوي، د دغه ریاست سرپرست ملا عبدالغني برادر ويلي، هېواد کې د هر ډول پانګونې زمینه برابره ده او پانګوال دې هېواد کې پانګونه وکړي.
ورته مهال بیا نوموړي له ملي پراختيا شرکت غوښتي چې باکيفيته خدمات وړاندې کړي.
خبر پاڼه کې راغلي، اوسمهال دغه کمپلکس ۱۰۵ ډوله توليدات وړاندې کوي چې ځينې به يې نږدې راتلونکي کې نندارې ته هم وړاندې شي.