د روان ۲۰۲۵ کال لسم پړاو شپږیزه لیګ سیالۍ د پنځه لوبډلو ترمنځ د روانې جولای میاشتې په ۱۹ مه نېټه پیل شوې وې او په پام وه چې پای لوبه یی د اګسټ په لومړۍ نېټه ترسره شي، خو د افغانستان کرکټ بورډ د نوې پریکړې له مخې یاده پای لوبه نن پنجشنبه د جولای په ۳۱ مه ڼېټه ترسره شوه.
په یاده لوبه کې آمو نهنګان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یی وکړه.
مس عینک اتلان لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې په ۱۶،۲ اورونو کې د ټولو ویکټو په زیان ۱۲۲ منډې هدف ورکړ، په دې پاڼۍ کې رحمان الله ګربز یوازینی توپ وهونکی وو چې ښه وځلېده او ۴۸ منډې یی جوړې کړې.
د آمو نهنګان لوبډلې لوبډلمشر عظمت الله عمرزي او عبدالله احمدزي د مس عینک لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.
آمو نهنګان لوبډلې د حسن عیسی خېل ۵۰، نورالرحمن ۳۵ او د اسحاق رحیمي ۲۶ منډو پرمټ ټاکل شوی هدف د ۲ ویکټو په زیان پوره کړ او مس عینک ته د ۸ ویکټو او ۴۴ توپونو په توپېر په ماتې ورکولو یی پرلپسې دوهم ځل لپاره د شپږیزه لیګ اتلولي وګټله.
د آمو نهنګان لوبډلمشر عظمت الله عمرزي له لوبې وروسته وویل: خوښ دی چې لوبډلې یی له پرله پسې هڅو وروسته د بیا ځل لپاره د شپږیزه لیګ اتلولي وګټله، عمرزي په لسم پړاو لوبو کې د خپلو لوبغاړو غوره لوبې وستایلې او خپله لوبډله یی د دې اتلولۍ حقداره وبلله.




