د نړیوال جام په ۱۸مه لوبه کې اسټرالیاوۍ لوبډله وتوانېده، چې پاکستان ته په لوی توپیر ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
اسټرالیا د دوه لوبغاړو د سلیزو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۳۶۸ منډو هدف ورکړ.
پاکستانۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې د لوبې په ۴۶م اور کې په ۳۰۵ منډو وسوځېده.
ډېوېډ وارنر د ۱۶۳ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
اسټرالیایۍ لوبډله اوس مهال د ۴ نومرو په لرلو سره د جدول په څلورم مقام کې ځای لري.
د یادونې ده چې پاکستان به د دوشنبې په ورځ د هند په چینای لوبغالي کې له افغانستان سره سیالي ولري.




