کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان د پاکستان پر وړاندې؛ نن د سیالي میدان ته ښکته کېږي

    افغان ملي لوبډله نن له غرمې وروسته د هند په چینای لوبغالي کې د سیالي میدان ته ښکته کېږي. یاده لوبه په روان نړیوال جام کې د دواړو لوبډلو پنځمه-پنځمه لوبه ده، تېرو څلورو لوبو کې پاکستان دوه او افغانستان یواځې یوه لوبه ګټلې ده. پاکستان څو میاشتې مخکې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي وو چې له چینای لوبغالي څخ…

2023-10-22 20:15 101۱ دقیقې لوستل
افغانستان د پاکستان پر وړاندې؛ نن د سیالي میدان ته ښکته کېږي

 

 

افغان ملي لوبډله نن له غرمې وروسته د هند په چینای لوبغالي کې د سیالي میدان ته ښکته کېږي.

یاده لوبه په روان نړیوال جام کې د دواړو لوبډلو پنځمه-پنځمه لوبه ده، تېرو څلورو لوبو کې پاکستان دوه او افغانستان یواځې یوه لوبه ګټلې ده.

پاکستان څو میاشتې مخکې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي وو چې له چینای لوبغالي څخه یې لوبې بدله کړي، ځکه دا میدان د ورو توپ اچوونکو ته ډېر برابر دی خو دا غوښتنه یې ونه منل شوه.

افغانستان له دې وړاندې نیوزلنډ ته لوبه بایللې وه.

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب