د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روان نړیوال جام لومړۍ لوبه کې، له بنګله دېش ماتې وخوړه.
دا لوبه نن سهار «شنبه د سپتمر ۷مه» د هندوستان په درمشالا لوبغالي کې پل شوه. د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په ۳۷،۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې رحمن الله ګربز ۴۷، ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزي ۲۲ منډې وکړې.
بنګله دېش یاد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۴،۴ اورونو کې پوره کړ او د شپږ وېکټو په توپیر یې سیالي وګټله.
د بنګله دېشۍ لوبډلې لپاره نجم الحسین ۵۹ او مهدي حسن ۵۷ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د هند پر وړاندې ترسره کړي.




