د سږکال نولسم پړاو المپيکي سيالۍ چې د چين په کوربه توب جوړ شوې وې، پای ته ورسېدې. دغه سيالۍ د تېرې سپټمبر مياشتې په ۲۳ تاريخ د چين په هانکژو ښار کې پیل شوې وې.
د سږکال اسيايي المپيکي سیالۍ د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۶۱ ورزشي رشتو کې ترسره شوې چې، ۱۲زره او ۵۰۰ لوبغاړو پکې برخه اخيستې وه.
افغانستان په دغه سياليو کې پنځلس هېوادونه تر شاه پرېښودل او په لومړي ځل يې يو د سپينو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل.
افغانستان اوه ځله په اسیايي المپيکي سياليو کې ګډون کړی چې، په ۲۰۱۸ کال کې دوه او په ۲۰۱۰ کال کې يې درې مډالونه ګټلي وو.
افغانستان د سپينو زرو مډال په کرکټ او د برونزو مډالونه د ووشو او تکواندو په برخه کې ترلاسه کړل.
افغانستان د پاکستان، مالديپ، بنګلادېش، عمان، عراق، لبنان، يمن او ځينو نورو هېوادونو په ماتولو سره دېرشم مقام خپل کړ.




