کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته د پنځوس اوريزه سياليو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

 د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د پنځوس اوريزه لوبو لړۍ چې تېره ورځ پيل شوه، افغان لوبډلې پکې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه. د دغې لوبې ټاس بنګله‌دېش وګټه او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو يې افغان لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه. د افغانستان په ګټه راشد خان او عظمت الله عمرزي…

2025-10-08 23:45 246۱ دقیقې لوستل
افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته د پنځوس اوريزه سياليو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

 د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د پنځوس اوريزه لوبو لړۍ چې تېره ورځ پيل شوه، افغان لوبډلې پکې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

د دغې لوبې ټاس بنګله‌دېش وګټه او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو يې افغان لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په ګټه راشد خان او عظمت الله عمرزي درې - درې، الله محمد غضنفر دوه، ننګيال خروټي، يو لوبغاړی اوټ کړ.

افغان لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې ياد هدف د لوبې په ۴۸م اور کې د پنځه ويکټو په زيان سره پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز او رحمت شاه پنځوسيزې او عظمت الله عمرزي څلوېښت منډې وکړې.

د دغې لړۍ راتلونکې لوبه به د روانې اکتوبر مياشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب