کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغان کرکټ‌بورډ په احسان‌الله جنت پنځه کالن بنديز لګولی

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د افغانستان کرکټ بورډ پر توپ وهونکي احسان‌الله جنت د پنځو کالونو بنديز لګولی دی. د افغان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل پرېمير ليګ (کې پي اېل) دويم پړاو سياليو پر مهال پرې د سرغړونې له کبله دغه بنديز لګول شوی دی.&n…

2024-08-06 22:54 148۲ دقیقې لوستل
افغان کرکټ‌بورډ په احسان‌الله جنت پنځه کالن بنديز لګولی

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د افغانستان کرکټ بورډ پر توپ وهونکي احسان‌الله جنت د پنځو کالونو بنديز لګولی دی.

د افغان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل پرېمير ليګ (کې پي اېل) دويم پړاو سياليو پر مهال پرې د سرغړونې له کبله دغه بنديز لګول شوی دی. 

د اعلاميې له مخې احسان جنت به د پنځو کالونو لپاره د کرکټ په چارو کې برخه نه اخلي خو په اعلامیه کې د سرغړونې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

احسان جنت ښی لاسی توپوهونکی دی چې په دريو ټېسټ لوبو، ۱۶ يو ورځنيو نړيوالو او يوه شل اوريزه نړيواله سيالۍ کې د افغانستان لپاره لوبېدلی دی.

نوموړی په ټېسټ لوبو کې ټولې ۱۱۰ منډې لري، په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې يې د نژدې ۲۲ منډو په اوسط ټولې ۳۰۷ منډې کړې دي او په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې يې ۲۰ منډې جوړې کړې دي.

احسان جنت تر اوسه ددې بندیز په غبرګون کې څه نه دې ویلي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ پر شفيق‌الله شفق هم د فساد قضيه کې د شپږو کالونو لپاره د کرکټ په هر ډول سياليو کې د ګډون بنديز لګولی دی.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب