کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له زمبابوې سره د ټسټ لوبو لړۍ پيلوي

افغان کرکټ بورډ په يوه خبر پاڼه کې ويلي، افغان کرکټ ملي لوبډله به د زمبابوې په کوربه توب سبا پنجشنبه د (ډيسمبر ۲۶) د دوه ټسټ لوبو لړۍ پيل کړي.   د دغې لړۍ لومړۍ لوبه به د کابل پر وخت د ورځې ۱۲:۳۰ بجې پيل شي.   دغه لړۍ داسې مهال پيليږي چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې د شل اوريزه او يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټ…

2024-12-24 21:55 119۱ دقیقې لوستل
افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له زمبابوې سره د ټسټ لوبو لړۍ پيلوي

افغان کرکټ بورډ په يوه خبر پاڼه کې ويلي، افغان کرکټ ملي لوبډله به د زمبابوې په کوربه توب سبا پنجشنبه د (ډيسمبر ۲۶) د دوه ټسټ لوبو لړۍ پيل کړي.

 

د دغې لړۍ لومړۍ لوبه به د کابل پر وخت د ورځې ۱۲:۳۰ بجې پيل شي.

 

دغه لړۍ داسې مهال پيليږي چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې د شل اوريزه او يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټلې دي‌.

 

کرکټ بورډ دغه راز ويلي، الله محمد غضنفر هم د ټسټ سکواډ برخه ګرځېدلی او په راتلونکو لوبو کې به ولوبیږي.

 

افغان لوبغاړي د لوبو په موخه زمبابوې ته رسېدلي دي او تمرينات يې ترسره کړي دي.

 

باید‌ ياده شي چې الله محمد غضنفر، صديق اتل، عصمت عالم او ځيني نور لوبغاړي به په لومړي ځل ټسټ لوبه ترسره کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب