کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ای سي سی: اسیاجام ته ټاکل شوې افغان لوبډله پیاوړې ده

راپور: هدايت الله دانش  (کوه نور، سنبله ۳، ۱۴۰۴): د کرکټ نړیوالې شورا اسیاجام ته ټاکل شوې افغان لوبډله بیا وستایله. یادې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ اسیاجام ته ټاکل شوې لوبډله د ځوان او تجربه لرونکو لوبغاړو په شتون کې د توپوهونکو، الرونډرانو او توپ اچوونکو غوره ترکیب برابر کړی دی. په…

2025-08-24 04:58 174۲ دقیقې لوستل
ای سي سی: اسیاجام ته ټاکل شوې افغان لوبډله پیاوړې ده

راپور: هدايت الله دانش 

(کوه نور، سنبله ۳، ۱۴۰۴): د کرکټ نړیوالې شورا اسیاجام ته ټاکل شوې افغان لوبډله بیا وستایله.

یادې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ اسیاجام ته ټاکل شوې لوبډله د ځوان او تجربه لرونکو لوبغاړو په شتون کې د توپوهونکو، الرونډرانو او توپ اچوونکو غوره ترکیب برابر کړی دی.

په راپور کې د راشدخان د لوبډلمشرۍ هم ستاینه شوې او وړاندوینه یی کړې چې په اسیاجام کې به ښې لاسته راوړنې ولري.

ای سي سي تر دې وړاندې هم د درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام تمریناتي کمپ ته په ټاکل شوي ۲۲ کسیز نوملړ تفصیلي لیکنه خپره کړې کړې وه چې پکې د محمدنبي، رحمان الله ګربز عظمت الله عمرزي او فضل حق فاروقي ځانګړې ستاینه شوې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن یکشنبه د اګست په ۲۴مه اسیاجام سیالیو ته د ۱۷ رسمي او ۳ احتیاطي لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان او اماراتو پر وړاندې لوبلړۍ ته به د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو سره سم د ۲۲ کسیز نوملړ پراساس بله لوبډله اعلان کړي.

په دې نوملړ کې د لوبډلمشر راشد خان ترڅنګ، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدران، دروېش رسولي، صديق اتل، عظمت عمرزی، کريم جنت، محمد نبي، ګلبدين نايب، شرف الدين اشرف، محمد اسحاق، مجيب الرحمن، الله محمد غضنفر، نور احمد، فريد احمد، نوين الحق، فضل الحق او په احتیاطي لوبغاړو کې عبدالله، وفيع الله تره‌خېل او ننګيال خروټی شامل دي.

د ۲۰۲۵م کال اسیاجام د سپټمبر په ۹مه نېټه د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ په لوبې پیلیږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب