د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي، هیچا دا فکر نه کوو، چې د افغانستان کرکټ به داسې ځای ته رسېږي، چې د نړۍ قوي ټیمونه به ماتوي.
هغه ویلي، افغان لوبډلې پاکستان، اسټرلیا، انګلنډ او نورې قوي قوي لوبډلې ماتې کړې او لاهم دا توان لري، چې بیا بیا دا ټیمونه مات کړي.
نوموړي تېره شپه د ایوبي کرکټ لوبغالي د لایټینګ سیستم فعالېدو پر مهال ویلي، چې پخوا په وطن کې د کرکټ په برخه کې پانګونه خلکو ته قمار ښکارېده؛ خو اوس ان هغه خلک هم کرکټ خوښوي، چې پخوا یې په دوی یو ډول او بل ډول نومونه کېښودل.
عبدالرحیمزي زیاته کړې، چې د افغانستان د کرکټ په اړه ان افغانانو هم دا تصور نه کوو او یو وخت داسې وو، چې کابل کې به دوی اغزي لرې کول او بیا به یې په کې لوبې کولې؛ خو اوس لسګونه اکاډمیانې جوړې شوې او زرګونو کورونو ته له همدې لارې حلاله نفقه رسېږي.
هغه د کرکټ پرمختګ کې د رسنیو ونډه ستایلې او ویلي یې دي، چې رسنۍ د سالمې نیوکې حق لري.




