د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي جیمز انډرسن تېره شپه په سل بالیزه لیګ کې د منچسټر اوریجنل په ګټه د تجارتي کرکټ لیګ لومړۍ لوبه وکړه، انډرسن چې په سل بالیزه لیګ کې له نوراحمد سره په یوه لوبډله کې لوبېږي، تېره شپه یی په ۲۰ توپونو ۳۶ منډې ورکړې، خو کومه ویکټه یی وانخیسته.
۴۳ کلن انډرسن په داسې حال کې په تجارتي لیګ کې لومړۍ لوبه(ډیبو) وکړه چې په ۲۰۱۵م کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې یی د افغانستان پر وړاندې له لوبې وروسته له یو ورځنیو لوبو او د ۲۰۲۴م کال په جولای میاشت کې یی د ویسټ انډیز پر وړاندې له لوبې وروسته له ټېسټ فارمټ څخه تقاعد اعلان کړی.
نوموړي تېرکال د ټېسټ کرکټ په تړاو په یوه مرکه کې ویلي وو چې په شل اوریزو لوبو د بونډرۍ په سر کیچ په مرسته له پنځه ویکټو اخیستلو ورته په ټېسټ کرکټ کې د یو توپ وهونکي پر وړاندې له څو اورونو ډاټ کولو وروسته د نوموړي په تنګول او په اېل بي ډبلیو ویکټ اخېستل ورته ډېر ارزښت لري.
انډرسن په اوږد فارمټ کې له غوره لوبو وروسته په ۴۳ کلنۍ کې هیله ښودلې چې په هند غوره لیګ او نورو لیګونو کې هم واخېستل شي، هغه څه چې نوموړي په خپله خوښه په تېرو څو کلونو کې ونه غوښتل.
انډرسن د انګلستان په ګټه په ټېسټ لوبو کې ۷۰۴ او په یو ورځنیو لوبو کې ۲۶۹ ویکټې ترلاسه کړې وې.




