کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حشمت شاهدي: انګلستان څخه د لوبې ګټلو مو مورال ډېر لوړ کړی دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شاهدي وايي، انګلستان څخه د لوبې ګټلو د افغان لوبډلې مورال لوړ کړی دی. هغه پرون «سه شنبه د اکتوبر ۱۷مه» يوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وويل، خوښ دی، چې د تېر نړۍوال جام دفاعي اتلې لوبډلې ته یې ماتې ورکړې ده. نوموړي زياته کړه: « ‎موږ له پیله پوهېدو&…

2023-10-17 13:22 363۳ دقیقې لوستل
حشمت شاهدي: انګلستان څخه د لوبې ګټلو مو مورال ډېر لوړ کړی دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شاهدي وايي، انګلستان څخه د لوبې ګټلو د افغان لوبډلې مورال لوړ کړی دی.

هغه پرون «سه شنبه د اکتوبر ۱۷مه» يوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وويل، خوښ دی، چې د تېر نړۍوال جام دفاعي اتلې لوبډلې ته یې ماتې ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه: « موږ له پیله پوهېدو  چې یاده لوبډله به ماتوو ، ځکه تېرې دوه لوبې مو بایللې وې، او نهایي هڅه مو دا وه، چې دا لوبه وګټو.  وروستۍ بریا زمونږ ټولې لوبډلې ته ډېر مورال ورکړی او ان شاالله چې سبانۍ لویه به هم ګټو.»

حشمت وايي، د لوبډلمشر په توګه یې يوه مهمه لوبه کې په اکرام علي خېل باور وکړ او هغه هم د دوی له غوښتنې سره سم ښه وځلېد او ځان یې ثابت کړی.

هغه همدا راز د انګلېنډ خلاف لوبه کې د مجیب رول ستايي او وايي، چې هغه د توپ اچونې تر څنګ په توپ وهنه کې هم زحمت ويستی او نږدې راتلونکي کې به د يوه ښه الراونډر په توګه ولوبېږي.

د حشمت په وینا د افغان لوبډلې یوه ستونزه د توپ وهنې په برخه کې د لوبغاړو ژر سوځېدل دي او دوی هڅه کوي، چې ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي.

نوموړي په لوبډله کې د رحمن الله ګربز شتون ډېر ګټور بللی او ويلي يې دي، چې هغه د يوه لوبې بدلوونکي لوبغاړي په توګه د ښې لوبې کولو ځانګړې وړتيا لري.

نوموړی وايي، افغان لوبډلې سره د هندي رورزونکو شتون او له هندي لوبغاړو سره د افغان لوبغاړو بلدتيا افغانستان ته ډېره ګټه رسولې ده.

حشمت همدا راز لوبډلې سره د اوسني مشر روزونکي جنتان ټراټ شتون ګټور بللی او ويلي يې دي، چې د هغه په شتون کې د لوبغاړو توپ اچونه د پخوا په پرتله ښه شوې ده.

حشمت شاهدي همدا راز دې کنفرانس کې د بنګله دېش او هند پر وړاندې د لوبو په اړه لنډې څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړه، چې افغان لوبډلې تېرو دواړو لوبو کې ښه مقاومت وکړ؛ خو نتيجه یې د دوی د تمې خلاف وه.

نوموړی وايي، افغانستان اوس د تېر په پرتله ښه امکانات او معياري لوبغالي لري او د نړۍوال جام لپاره یې په کور دننه او بهر پوره تمرينات کړي دي.

افغانستان تر دې مهاله نړۍوال جام کې درې لوبې کړې او يوازې یوه یې ګټلې ده. د افغانستان او نيوزيلېنډ تر منځ لوبه به نن «چهارشنبه د اکتوبر ۱۸مه» د ماسپښين يوه بجه پيل شي.

لیکوال/اېډېټر: Anosh Nangyal
Anosh Nangyal
Anosh Nangyal

انوش ننګیال افغان خبريال او لیکوال دی. د خبريالۍ په برخه کې دولس کلنه تجربه لري. د ژورنالېزم زده کړې یې په ازبکستان کې کړي او اوسمهال له کوه نور خبري آژانس سره د رېپورټر په توګه کار کوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب