راپور: هدايت الله دانش
(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴): د کوربه اسټرلیا او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ له شل اوریزې لوبلړۍ وروسته د درې یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن سه شنبه سهار ۹:۰۰ بجې پیلیږي.
په دې لوبلړۍ کې به د دواړو لوبډلو ترمنځ تر سره کېدونکي درې سیالۍ د اګسټ په ۱۹مه، ۲۲مه او ۲۴مه نېټه ترسره شي، په دې لوبو کې به د اسټرلیا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري یوځل بیا میچل مارش کوي خو د سویلي افریقا لوبډله د ټېسټ اتلولۍ د پای لوبې ګټونکي لوبډلمشر ټیمبا بووما په مشرۍ لوبېږي.
د مشهورې ورزشي رسنۍ کریک انفو د معلوماتو له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله ۱۱۰ یو ورځنۍ لوبې ترسره شوي چې ۵۵ یی سویلي افریقا ګټلي، ۵۱ لوبې اسټرلیا ګټلي، ۳ لوبې یی ترمنځ مساوي شوي او یوه لوبه یی بې پایلې پای ته رسېدلې.




