(کوه نور، ۱۸ اسد ۱۴۰۴): د کرکټ د نړۍ دوه پیاوړې لوبډلې اسټرلیا او سویلي افریقا د اسټرلیا په دروین ښار کې د درې شل اویزو لوبو لړۍ پیلوي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن یکشنبه د اګسټ په ۱۰مه د افغانستان پر وخت ماسپښين ۱:۴۵ بجې پیلیږي، د پلان شوي مهالویش له مخې دوه نورې سیالۍ به یی د اګسټ په ۱۲مه او ۱۶مه نېټه ترسره شي.
د دواړو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې په ۲۵ شل اوریزو لوبو کې سره مخامخ شوي چې ۱۷ سیالۍ اسټرلیا ګټلي او په پاتې ۸ سیالیو کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې بریاوې خپلې کړي.
له شل اوریزې لوبلړۍ وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د اګسټ په ۱۹مه، ۲۲مه او ۲۴مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کېږي.




