د افغانستان تکواندو لوبغاړو په G2 پنځم پړاو سياليو کې لومړی مقام ګټلی.
د المپيک کمېټې او سپورټ عموموي رياست ويلي، د افغانستان د تکواندو لوبغاړو د تکواندو پنځم پړاو ازادو سياليو(G2) کې لومړی مقام ګټلی.
دغه سيالۍ، چې د پاکستان په کوربه توب ترسره شوې پکې دوه افغان لوبغاړو محسن رضايي او علي اکبري د خپلو پاکستاني او عربستاني سيلانو په ماتولو سره د سروزرو مډالونه ګټلي.
همدغه راز حکمت الله زين او امېد سهاک هم د خپلو پاکستاني او قزاقستاني سيالانو په ماتولو سره د سپينو زرو مډالونه ګټلي وو.
يادې سيالۍ، چې د (نومبر له ۵_۶) ترسره شوې پکې د ۲۳ هېوادونو څخه ۳۱۵ لوبغاړو، د تکوانډو نړيوال کمېسيون او د کډوالو يوې لوبډلې ګډون درلود.
دغه سياليو کې ۱۹ افغان لوبغاړو هم برخه اخيستې وه.
محسن رضايي د سروزرو افغان مډال ګټوونکي لوبغاړي محسن رضايي خپل مډال له پاکستان څخه راشړل شويو افغان کډوالو ته ډالۍ کړ.
هېره دې نه وي، چې تر ده وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي ابراهيم ځدران هم د لوبې غوره لوبغاړي جایزه يادو کډوالو ته ډالۍ کړې وه




