کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله چين ته لاړه

د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په اسیایي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د دې هېواد هانګ‌جو ښار ته روانه شوه.   د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې د واليبال سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيليږي. افغانستان د دغو سياليو په «ایف» ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو…

2023-09-14 01:43 441۱ دقیقې لوستل
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله چين ته لاړه

د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په اسیایي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د دې هېواد هانګ‌جو ښار ته روانه شوه.  

د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې د واليبال سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيليږي.

افغانستان د دغو سياليو په «ایف» ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو سره لوبې لري.

د واليبال ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې، د واليبال ملي لوبډلې ته تر دې سياليو وړاندې ١۵ ورځنی تمريناتي کمپ هم ورکړل شوى، چې بشپړ چمتووالی لري.

ټاکل شوې چې د چين په کوربتوب اسیايي المپيکي سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳مه نېټه پيل شي، چې له افغانستان څخه هم په دې سياليو کې د واليبال په ګډون د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زيات ورزشکاران ګډون کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب