کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان د کورني کرکټ اړوند اتم پړاو لېست A سیالۍ پیل شوې

    د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند د ۲۰۲۵م کال اتم پړاو لېسټ A لوبې د ۵ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ نن چهارشنبه د اګسټ په ۲۰مه نېټه سهار ۹:۰۰ بجې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شوې.   د ټاکل شوي مهالویش له مخې د یاد ټورنمنټ په لومړي پړاو کې به ټولې ۱۵ سیالۍ ترسره شي چې هره لوبډله به پکې…

2025-08-20 00:49 170۲ دقیقې لوستل
د افغانستان د کورني کرکټ اړوند اتم پړاو لېست A سیالۍ پیل شوې

 

 

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند د ۲۰۲۵م کال اتم پړاو لېسټ A لوبې د ۵ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ نن چهارشنبه د اګسټ په ۲۰مه نېټه سهار ۹:۰۰ بجې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شوې.

 

د ټاکل شوي مهالویش له مخې د یاد ټورنمنټ په لومړي پړاو کې به ټولې ۱۵ سیالۍ ترسره شي چې هره لوبډله به پکې ۶ لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به د را روانې سپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ پای لوبه ترسره شي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو د دارزښت په تړاو ویلي چې دغه سیالۍ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.

 

د یاد ټورنمنټ لومړی پړاو د ۲۰۱۷م کال د اګسټ په ۱۰مه نېټه په خوست کې پیل شو چې سپین غر لوبډلې یی اتلولي وګټله او وروستی پړاو یی په ۲۰۲۴م کال کې ترسره شو چې په پای لوبه کې یی هندوکش لوبډلې د ماهیپر لوبډلې د ۳۰۸ منډو هدف پوره کړ او د اووم پړاو اتلولۍ یی په خپل نوم کړه.

 

د یاد ټورنمنټ تر ټولو ډېر ۳ ځلي اتلولي میس عینک لوبډلې ګټلې، تر ټولې ډېرې ۱۷۵۳ منډې پکې درویش رسولي جوړې کړي او تر ټولو ډېرې ۵۶ ویکټې پکې ظاهرخان ترلاسه کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب