کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان، سريلانکا او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ پيليږي

 کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان، سريلانکا او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ د دغه هېواد په کوربه توب پيليږي.سرچينې ليکلي، دغه لوبلړۍ به د روان ۲۰۲۵ زيږديز کال د نومبر په ۱۷مه نیټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۹مې نېټې دوام وکړي‌.يادې لوبې د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې کيږي.کرکټ بورډ ليکلي، د دغه سياليو لو…

2025-09-07 06:35 439۱ دقیقې لوستل
د افغانستان، سريلانکا او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ پيليږي

 کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان، سريلانکا او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ د دغه هېواد په کوربه توب پيليږي.
سرچينې ليکلي، دغه لوبلړۍ به د روان ۲۰۲۵ زيږديز کال د نومبر په ۱۷مه نیټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۹مې نېټې دوام وکړي‌.
يادې لوبې د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې کيږي.
کرکټ بورډ ليکلي، د دغه سياليو لومړۍ شل اوريزه لوبه به د نومبر مياشتې په ۱۷مه نېټه د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د يادې شل اوريزه درې اړخيزه لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د نومبر مياشتې په ۲۹مه نېټه کيږي.
همدې حال کې بيا افغان کرکټ ملي لوبډله له بنګلادېش سره هم د روان کال اکتوبر مياشت کې درې شل اوريزه او درې پنځوس اوريزه لوبې کوي.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس دغه لوبلړۍ د افغان کرکټ لوبډلې لپاره مهمه بللې ده.
ياده دې وي چې افغان لوبډله نن له پاکستان سره د دغه هېواد او متحده عربي اماراتو ترمنځ د پيل شوې درې اړخيزه لوبلړۍ پای لوبه کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب