د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ماښام اته نيمې بجې له اندونيزيا سره لوبه کوي.
دغه لوبه د آسیا فوټسال جام ته د لار موندنې په موخه ترسره کیږي. د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان تېره شپه کوربه هېواد سعودي عربستان ته درې-دوه ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۴ کال آسیا فوټسال جام د تایلند په کوربه توب ترسره کېږي. که افغان لوبډله نن شپه د اندونيزيا پر وړاندې بریالۍ شي، نو دغو لوبو ته به لاره پیدا کړي.
د فوتسال آسیا جام د AFC یا د آسیا د فوټسال کنفدراسیون لخوا په هرو څلور کلونو کې یو ځل ترسره کېږي او را روان د ۲۰۲۴ کال جام به یې نولسم پړاو وي.




