د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال آسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
دغه لوبډلې د ۲۰۲۴ کال آسیا جام په مقدماتي لوبو پر مهال، خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې ماکائو لوبډلې ته ۲/۱۸ سخته ماته ورکړه.
یاده لوبه نن مازیګر پنځه نیمې بجې د سعودي عربستان په دمام ښار کې پیل شوه، چې په پایله کې افغانستان وشول کولای په (B) ګروپ کې د تر ټولو لوړو امتیازونو په لرلو راتلونکي آسبا جام ته د لومړي ځل لپاره ځان ورسوي.
افغانستان له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته ۲/۳ ماته ورکړه او دویمه لوبه یې له مالیزیا لوبډلې سره مساوي کړه.
راتلونکی ۲۰۲۴ کال آسیا جام به په اپرېل میاشت کې د ټایلنډ هېواد په کوربه توب ترسره شي.




