کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان ورزشي خبریالان: د ورزشي فدراسیون تېره رهبري نه منو؛ ټاکنې باید له سره وشي

په هېواد کې مېشت ورزشي خبریالان په ټینګار سره وایي، د ورزشي خبریالانو فدراسیون د پخوانۍ رهبري قانوني موده پوره شوې او د نوې رهبري لپاره یې باید له سره ټاکنې وشي. د دوی په خبره، پخوانۍ رهبري په هېواد کې دننه له ورزشي خبریالانو، حکومت او ورزشي ادارو سره هیڅ ډول همغږي نه لري، او دا مشران په بهر کې د افغانستان د ورزشي خبری…

2025-05-21 23:46 180۱ دقیقې لوستل
د افغانستان ورزشي خبریالان: د ورزشي فدراسیون تېره رهبري نه منو؛ ټاکنې باید له سره وشي

په هېواد کې مېشت ورزشي خبریالان په ټینګار سره وایي، د ورزشي خبریالانو فدراسیون د پخوانۍ رهبري قانوني موده پوره شوې او د نوې رهبري لپاره یې باید له سره ټاکنې وشي.

د دوی په خبره، پخوانۍ رهبري په هېواد کې دننه له ورزشي خبریالانو، حکومت او ورزشي ادارو سره هیڅ ډول همغږي نه لري، او دا مشران په بهر کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو له نوم ګټه پورته کوي. 

د افغانستان د ورزشي خبریالانو راټولوونکی او خبریال «سیدعمر سهار» وايي چې ډېر ژر به له سره ټاکنې وکړي او د دغه فدراسیون لپاره به نوې رهبري وټاکل شي.

 ورزشي خبریالان ټینګار کوي چې له نن وروسته هیڅوک په افغانستان کې د اوسنیو فعالو رسنیو د ورزشي خبریالانو استازی نه دی او نه هم له هېواد څخه بهر د استازولۍ دعوه کولی شي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون د رهبرۍ لپاره ټاکنې په ۲۰۲۰ کې شوې وې، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې یې قانوني موده پوره شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب