یادې ادارې نن ماسپښین د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ملي لوبډلې ابتدايي ۲۲ کسیز نوملړ رسنیز کړ چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ او دغه راز د اسیا جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه به په تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.
په دې ۲۲ کسیز نوملړ کې د لوبډلمشر راشدخان ترڅنګ رحمن الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، صديق اتل، درويش رسولي، وفي الله ترهخېل، محمد اسحاق، کريم جنت، عظمت عمرزی، محمد نبي،ګلبدين نايب، مجيب الرحمن، نور احمد، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، شرف الدين اشرف، سليم ساپی، فريد ملک، نوين الحق، عبدالله احمدزی، بشیر احمد او فضل الحق فاروقي شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د یاد تمریناتي کمپ د پیل او پای نېټو او ځای په اړه څه نه دي ویلي.




