کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د شل اوريزه سياليو نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه ناوخته د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوريزه سياليو نوملړ اعلان کړ. په ياد نوملړ کې کپټان ابراهيم ځدران، رحمن الله ګربز، محمد اسحق، حضرت الله ځاځی، صديق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجيب الله ځدران، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدين، فضل حق فاروقي، فريد احمد ملک، نوي…

2023-12-28 17:41 125۲ دقیقې لوستل
د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د شل اوريزه سياليو نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه ناوخته د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوريزه سياليو نوملړ اعلان کړ.

په ياد نوملړ کې کپټان ابراهيم ځدران، رحمن الله ګربز، محمد اسحق، حضرت الله ځاځی، صديق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجيب الله ځدران، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدين، فضل حق فاروقي، فريد احمد ملک، نوين الحق، سلیم ساپی، نور احمد او فیس احمد شامل دي.

په احطياطي لوبغاړو کې راشد خان، اکرام علي خېل، ګلبدين نايب او اعجاز احمدزي ته ځای ورکړل شوی دی.

دغه سيالۍ د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۹، ۳۱ او دريمه هغه يې بیا د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۲ نېټه ترسره کيږي.

په ياده لوبغاړو کې هغه لوبغاړي هم شامل دي چې کرکټ بورډ ترې مرکزی قرارداد اخيستی وو.

فضل حق فاروقي، مجيب الرحمان او نوين الحق هغه لوبغاړي وو چې کرکټ بورډ ترې مرکزی قرارداد اخيستی وو‌
د کرکټ بورډ په خبره دغو لوبغاړو ادارې ته تر مراجعې کولو وروسته دوی د لوبډلې برخه وګرځوله.

کرکټ بورډ له دې امله له دوی مرکزي قرارداد اخيستی وو چې ليګونو ته يې په ملي لوبو غوره توب ورکړی وو.

کرکټ بورډ په يوه خبر پاڼه کې ويلي وو، دغه لوبغاړي د يو کال لپاره ملي لوبې او د دوو کالو لپاره په هیڅ کوم نړيوال ليګ کې د لوبیدو حق نلري.

د کرکټ بورډ په خبره، دغو لوبغاړو ادارې ته تر مراجعې کولو وروسته ملي لوبو ته د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی.

د يادونې ده چې افغانستان په متحده عربي امارتو کې له دوی دوه، پنځوس اوريزه دوستانه سیالۍ هم ګټلي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب