د افغانستان کرکټ بورډ نن (د سپتمبر ۱۳مه) د ۲۰۲۳ نړيوال جام لپاره پنځلس کسيز نوملړ اعلان کړ.
په اعلان شوي نوملړ کې کپتان حشمت الله شهيدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، رحمت شاه زرمتی، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، رياض حسن، اکرام علي خېل، عظمت عمرزی، راشد خان، عبدالرحمن، نوراحمد، مجيب الرحمن، فضلحق فاروقي، او نوين الحق شامل دي.
په انتخاب شویو لوبغاړو کې يې ډیری د اسیا کپ سیالیو کې لوبول شوي لوبغاړي دي.
عظمت عمرزی او نوين الحق، چې کرکټ بورډ يې د اسیا کپ سیالیو پر مهال د ټپي کیدو خبر ورکړی وو، بېرته د لوبډلې برخه ګرځيدلي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر، اسدالله خان وايي، چې د لوبډلې پر جوړښت يې له ډېرې مودې کار کړی او په نړیوال جام کې به یې کارکردګي مثبته وي.
نړيوال جام به د همدغه کال د اکټوبر مياشتې په ۵مه نېټه هند کې پیل شي.
افغان کرکټ ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر د مياشتې په اوومه نېټه له بنګله دېش سره ترسره کړي.




