کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په يوه برخليک ټاکونکې لوبه کې نن ماښام د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبيږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دريو شل اوريزه لوبلړۍ په ترڅ کې نن خپله وروستۍ لوبه کوي. دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي چې يوه یې افغانستان او یوه یې متحده عربي اماراتو ګټلې يي نن یې وروستۍ لوبه ده. دغه لوبه به نن د کابل پر وخت شپږ نيمې بجې پيل شي. کرکټ بورډ هغه دوو افغان لوبغاړو ته هم په نوملړ کې ځای ورکړی چې…

2024-01-01 19:31 161۱ دقیقې لوستل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په يوه برخليک ټاکونکې لوبه کې نن ماښام د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبيږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دريو شل اوريزه لوبلړۍ په ترڅ کې نن خپله وروستۍ لوبه کوي.

دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي چې يوه یې افغانستان او یوه یې متحده عربي اماراتو ګټلې يي نن یې وروستۍ لوبه ده.

دغه لوبه به نن د کابل پر وخت شپږ نيمې بجې پيل شي.

کرکټ بورډ هغه دوو افغان لوبغاړو ته هم په نوملړ کې ځای ورکړی چې تر دې وړاندې يې ترې د مرکزي او په نړيوال ليګونو کې ترې د نه لوبېدو سند اخيستی وو.

د کرکټ بورډ په خبره په لوبډله کې د يادو لوبغاړو ځای کول د دوی بېرته ادارې ته رجوع وه.

نوين الحق، مجيب الرحمن او فضل الحق فاروقي هغه افغان لوبغاړي وو چې ياد قرارداد ترې اخيستل شوی وو.

فضل الحق فاروقي او نوين الحق په لوبډله کې لوبيږي خو مجيب الرحمن لا هم په لوبډله کې نشته.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان کرکټ بورډ د لوبډلې له مشر روزونکي سره قرار داد د روان ميلادي کال لپاره هم وغځاوه.

کرکټ بورډ د دغه کار علت د نوموړي ښه کارکردګي ياده کړې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب