کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټی سبا له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټي د PPBA سازمان په چوکاټ کې سبا د جمعې په ورځ له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي. دغه لوبه سبا ماذیګر شپږ بجې د پښتونخوا په پېښور ښار کې ترسره کیږي. هغه وویل، دغه لوبه د PPBA سازمان په چوکاټ کې په ۶۶ کیلو ګرامه وزن کې ترسره کیږي. شاهد خروټي له دې وړاندې په دوو وروستیو لوبو کې خپلو…

2025-05-07 23:07 113۱ دقیقې لوستل
د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټی سبا له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټي د PPBA سازمان په چوکاټ کې سبا د جمعې په ورځ له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي.


دغه لوبه سبا ماذیګر شپږ بجې د پښتونخوا په پېښور ښار کې ترسره کیږي.


هغه وویل، دغه لوبه د PPBA سازمان په چوکاټ کې په ۶۶ کیلو ګرامه وزن کې ترسره کیږي.


شاهد خروټي له دې وړاندې په دوو وروستیو لوبو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده او په خبره یې چې سبانۍ لوبې ته یې هم بشړ چمتووالی نیولی دی.


د نوموړي په خبره، د هغه سیال بیا په خپلو دوو وروستیو لوبو کې یوه ګټلې او یوه یې بایللې ده.


خروټي له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د لوبې د بریا لپاره یې دعاګانې وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب