ليکوال: عبدالحی قانت
د ۷ له اکتوبر وروسته په عمومي ډول او د ټرمپ له راتګ سره په ځانکړي ډول ایرانی حکومت د خپل تاریخ له سخت ترینو بندیزونو او د سیاسي او نظامي فشارونو له حالت څخه تېرېږي. اسرائیلي رژیم چې فکر کوي ایران دوی لپاره په سیمه کې له ټولو لوی خطر دی، کوشش کوي چې د ایران له ضعیف حالت څخه په استفادې ایراني رژیم ته قوي ضربه ورکړي.
اسرائیلو ته د ایران له اړخه دوه لویې ننګونې موجه دي چې دوی فکر کوي چې باید غم یې وخوري:
لومړۍ هستوي ټکنالوژي ده چې ایران یې ټول وسائل په لاس کې لري او چې وغواړي د دوه هفتو په ترڅ کې ترې اتومي اسلحې جوړولای شي. دا ټکنالوژي د ایران د امنیت لپاره ډېره لویه وسیله ده. اسرائیل فکر کوي چې که چېرته ایران اسلحې جوړې کړي، اسرائیل به د ایران پر ضد د فشار ډېر وسائل له لاسه ورکړي.
دویم د ایران سیمه ېیز نفوذ دی چې اسرائیلو ته یې لوی درد سر جوړ کړی دی. د ۷ له اکتوبر وروسته اسرائیلو او امریکا تر ډېره حده په دې برخه کې د ایران رول محدود کړی دی. په لبنان، عراق، یمن او فلسطین کې هغه ډلې چې دوی ېې حمایت کوه، له حیاتي مشکل سره مخ دي. ایرانیان له همدې امله له حماس د دوی د ۷ اکتوبر له تصمیم ډېر ناراحته دي ځکه چې دوی فکر کوه چې دا مناسب وخت نه وو چې ایران په دې امتحان کې واچول شي.
اوس اسرائیل او د دوی په لابي امریکا غواړي چې ایران په همدې کمزوري حالت کې پورته دوه برخو کې یو تفاهم ته تیار کړي. ایران له همدې امله اوس د امریکا لخوا د اعظمي فشار له ستراتیژۍ سره مخ دی. دوی فکر کوي چې په همدې کمزوري حالت کې باید ایران دومره فشار شي چې په پورته برخو کې یو ډیل ته تمایل وښايي.
یوه موضوع باید پوره واضحه وي چې دا مهال د ایراني حکومت د بدلون ستراتیژي د یو هیواد هم په ګټه نه ده ځکه ایراني حکومت داسې منظم اپوزیسیون نه لري چې غرب پرې د دوی پر ځای سیاسي تشه ډکه کړي. له همدې امله، امریکا او اسرائیلو لپاره د انارشېزم او ګډوډۍ پر ځای د همدې حکومت پاتې کېدل په ګټه دي. امریکا ښايي د تېر په څېر محدود نظامي عملیات هم وکړي خو دا به د هماغه فشار د ستراتیژۍ برخه وي چې پورته پرې بحث وشو. د محدودو نظامي عملیاتو هدف به هم دا وي چې ایرانیان یو ډیل ته مجبور کړي.
اوس مهال روان لاریونونه د فشار بله وسیله ده چې اسرائیل او امریکایان یې قوي ملاتړ کوي. زه فکر کوم ایراني حکومت به دا لاریونونه کنترول کړای شي خو دوی به حتما دا سګنل اخستی وي چې د دوی په خپل نظام کې له سیاسي او ټوله کې له اجتماعي اصلاحاتو پرته بله لاره نه لري. روان لاریونونه د ایراني انقلاب راپدېخوا له ټولو قوي او بې مخینې لاریونونه دي.
د لاریون کوونکو په طرف کې له ټولو لوی مشکل دا دی چې دوی واحده، کرازماتیکه او قوي رهبري نه لري. د شاه تاریخ داسې دی چې ایرانیان به ونه غواړي د هغې شا او خوا ته راټول شي. له هغه پرته د ایران په داخل او خارج کې اوسمهال داسې رهبري نشته چې د ایراني حکومت پر ضد غږونه منسجم او رهبري کړي.
په همدې اساس ایران اوسمهال له داخلي او بهرني اړخه له لویو ننګونو سره مخ دی او ممکن چې دا فشار لا زیات شي خو په دې وخت کې د ایراني رژیم د بدلون امکانات ډېر کم دي. امریکایان او اسرائیل کوشش کوي چې ایراني رژیم په پورته برخو کې یو تعامل ته تیار کړي.
ایران اوس د خپل تاریخ له ډېر مهم او حساس وضعیت څخه تېرېږي او دوی لپاره یواځینی انتخاب مقاومت او مزاحمت دی. دا چې دوی دا مقاومت په څومره درایت کوي، د دوی د سیاسي درک او ظرفیت لوی امتحان دی.


