ليکوال: کامران احمدزی
د ترکیې له لوري پاکستان ته د PNS Khaibar کښتۍ له ورکړې سره سم، هند یو ډېر مهم ګام پورته کړ او هغه دا، چې تر دې وروسته بهR-37M هایپر سونیک توغندي له خپلو 30MKI او MiG-29 جنګي الوتکو څخه توغوي.
هند دا ګام ولې پورته کړ؟
لومړی!
چین په سیمه کې پر فضا ستراتیژیکه برتري غواړي او له لسیزو راهیسې چین له هند سره پر پوله کړکېچ لري؛ له بل لوري بیا چین او پاکستان نږدې شریکان دي او پاکستان له هند سره جګړه کې د چین له ټیکنالوژي هم کار واخیست؛ نو هند هڅه کوي چې د یو سیمهییز ځواک په توګه هم د فضايي ګواښونو او هم د ځمکنیو ګواښونو د مخنیوي لپاره نوي اقدمات وکړي.
دویم: هند کولای شي، چې په سیمه او بل هرځای جګړې کې د ښکېلېدو په صورت کې د مقابل لوري د تېلو ورکوونکې الوتکې، AWACS سیتسم او د قومندې مرکزونه په اسانه په نښه کړي، چې دا چاره به د جګړې په صورت کې د هند مقابل لوری، په ځانګړي ډول پاکستان مجبور کړي، چې د تعرضي حالت پر ځای یو دفاعي حالت غوره کړي.
درېیم: که څه هم له چین سره په جګړه کې بیا دا روایت لږ بدلون پیدا کوي، ځکه د چین برتري زیاته ده، ولې که هند له خپلو 30MKI او MiG-29 جنګي الوتکو څخه د هایپرسونیک وړتیا ومومي، نو د چین فضايي برتري به لږ کمه شي.
د هند او چین ترمنځ صعب العبوره ساحه د جنګي الوتکو د اسانه کارونې ساحه کموي او که چین راوړاندې کېږي، نو دوی کولای شي، چې د الوتکو له لارې د دغو توغندیو په استعمال سره یې مخه ونیسي؛ خو یاد وساتئ، چې چین له هند سره په دومره لویه جګړه کې په اسانه نه واقع کېږي.
څلورم:
هند غواړي، چې وښيي دوی جګړه له لرې کنټرولولی شي او په سیمه کې دواړه مخالف لوري بېځایه خوځښتونو ته پرېنږدي.
دوی په دې کار سره خپل مقابل لوري د هوايي فعالیتونو محددولو ته اړ کوي؛ البته دا چاره د چین پر وړاندې یو څه سخته ده، خو چین هم اړ کوي، چې بېپروا پاتې نهشي.
په ټوله کې، هند په داسې حال کې په ټیکنالوژي کې پرمختګ کوي، چې چین ورنه مخکې او پاکستان ورنه شاته پاتې؛ نو دوی پوهېږي، چې یوه شېبه بېغوري یې پاکستان ورسره یوشان او چین ورنه نور هم مخکې کوی شي.
ویښ ملتونه تل د شور پرځای د لوبو په ګټلو فکر کوي.


