د شپږیزه لیګ لسم پړاو د آمو نهنګان په بریا پای ته ورسېد. د یاد لیګ په سږني پړاو سیالیو کې د ګډونوالو لوبډلو او لوبغاړو له لوري ګڼ شمېر ریکارډونه جوړ شول.
مس عینک اتلان لوبډلې په سږن پړاو شپږیزه لیګ کې بندامیر ښاماران لوبډلې ته د یاد لیګ د ټولو پړاوونو تر ټولو لوړ ۲۶۵ هدف وټاکه، دا لومړی ځل شو چې په دې لیګ کې دومره لوړ هدف ټاکل کېږي، تر دې وړاندې تر ټولو لوړ ۲۳۳ منډې هدف بند امیر ښاماران لوبډلې بست ساتونکي لوبډلې ته ټاکلی وو.
بست ساتونکي لوبډلې په کمو منډو جوړلو کې د شپږیزه لیګ د ټولو پړاوونو دویم منفي ریکارډ خپل کړ، یادې لوبډلې د آمو نهنګان لوبډلې پر وړاندې په یوه لوبه کې د ټولو ویکټو په زیان ۵۱ منډې جوړې کړې، تر دې وړاندې بندامیرښاماران لوبډلې په ۲۰۲۲م کال کې د مس عینک اتلان لوبډلې پر وړاندې د ټولو ویکټو په زیان ۵۰ منډې جوړې کړې وې.
حشمت الله شاهدي په ۳۲۱ منډو د لسم پړاو مخکښ توپ وهونکی شو، صدیق اتل په ۳۰۸ منډو دوهم او وفیع الله تره خېل په ۲۹۸ منډو دریم مقام کې پاتې شو.
شرف الدین اشرف په ۱۴ ویکټو مخکښ وېکټ اخېستونکی شو، مجیب ځدران په ۱۳ ویکټو دوهم او خلیل ګربز په ۱۱ ویکټو دریم مقام خپل کړ، د لیګ تر ټول زیات اوه اوه کیچونه قیس احمد او وفیع الله تره خېل ونیول.
د آمو نهنګان لوبډلې پیلیز لوبغاړي نورالرحمن د دې لیګ په تاریخ کې تر ټولو چټکه سلیزه بشپړه کړه، نوموړي د لسم پړاو شپږیزه لیګ په ۱۸ مه لوبه کې د بندامیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې په ۴۰ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او بیا په ۴۳ توپونو ۱۱۵ منډو له جوړولو وروسته ناسوځېدلی پاتې شو.
په دې توګه نوموړی لومړی لوبغاړی شو د دې لیګ د ټولو پړاوو تر ټولو چټکه او په لږو توپونو سلیزه بشپړوي، هغه همدا راز دوهم توپوهونکی شو چې د شپږیزه لیګ په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوي، رحمان الله ګربز په یوه لوبه کې د ۱۲۱ ناسوځېدلو منډو جوړولو له کبله لومړی مقام لري.
د سپین غر پړانګان لوبډلې پیلیز لوبغاړي حضرت الله ځاځي د لسم پړاو لوبو په ۲۰ مه لوبه کې د ۵ شپږیزو او ۳ څلوریزو پرمټ په ۱۸ توپونو پنځوسیزه بشپړه کړه، دا په سږن پړاو کې تر ټولو چټکه پنځوسیزه وه.
د مس عینک الرونډر لوبغاړي فرمان الله صافي د بندامیر پر وړاندې لوبه کې په یو اور کې پنځه شپږیزې ووهلې چې لومړۍ څلور شپږیزې یی د ننګیال خروټي پر وړاندې ووهلې او د نوموړي له ژوبللیدو وروسته یی پنځمه شپږیزه د ګلبدین نایب پر وړاندې ووهله، دا په سږن پړاو شپږیزه کې په یو اور کې تر ټولو ډېرې شپږیزې دي.
د یاد لیګ د سږن پړاو په یوه لوبه کې تر ټولو غوره توپ اچونه د بست ساتونکي لوبډلې ورو توپ اچوونکي نوراحمد وکړه، هغه په څلور اورونو کې د ۲۸ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.
په یوه لوبه کې تر ټولو کمې منډې د آمو نهنګان لوبډلې چټک توپ اچوونکي عبدالله احمدزي ورکړې، هغه په ۳ اورونو کې د ۷ منډو په ورکړې ۴ مهمې ویکټې واخېستې، نوموړي په دې لوبه کې په ۲،۳۳ ایکانومۍ توپ اچونه وکړه چې د لسم پړاو تر ټولو اقتصادي توپ اچوونه بلل شوې.
د شپږیزه لیګ په لسم پړاو کې له نورو پړاوونو سره په توپېر له هند او سریلانکا څخه د کرکټ مشهوره تبصره کوونکي راغلل او په لوبو د تبصرو ترڅنګ یی له لوبغاړو او چارواکو سره مهمې مرکې وکړې.




