کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د لوګزامبورګ او رومانيا تر منځ د کرکټ په شل اوریزه لوبه کې ۱۰۵ وايډ بالونه شوي

په یونان کې د رومانیا او لوګزامبورګ د ښځینه لوبډلو ترمنځ د شل اوریزې لوبې پر مهال ۱۰۵ وايډ بالونه شوي دي. په دې لوبه کې د رومانيا لوبډلې ۳۹ او د لوګزامبورګ لوبډلې ۶۶ وايډ بالونه وکړل. د رومانيا او لوګزامبورک لوبډلو تر منځ په دې شل اوريزه لوبه کې په مجموعي توګه ۱۱۵ اضافي منډې راغلې دي. رومانيا د درې لوبغاړو په سوځېدو سر…

2023-09-10 00:44 8۱ دقیقې لوستل
د لوګزامبورګ او رومانيا تر منځ د کرکټ په شل اوریزه لوبه کې ۱۰۵ وايډ بالونه شوي

په یونان کې د رومانیا او لوګزامبورګ د ښځینه لوبډلو ترمنځ د شل اوریزې لوبې پر مهال ۱۰۵ وايډ بالونه شوي دي.

په دې لوبه کې د رومانيا لوبډلې ۳۹ او د لوګزامبورګ لوبډلې ۶۶ وايډ بالونه وکړل.

د رومانيا او لوګزامبورک لوبډلو تر منځ په دې شل اوريزه لوبه کې په مجموعي توګه ۱۱۵ اضافي منډې راغلې دي.

رومانيا د درې لوبغاړو په سوځېدو سره لوګزامبورګ ته ۱۳۳ منډې هدف ورکړ، چې په دې منډو کې کې ۴۳ اضافي منډې هم شاملې وې.

د رومانيا لپاره ريبيکا د ۶ څلوريزو پر مټ ۷۳ منډې جوړې کړې.

د لوګزامبورګ لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۶۶ وايډونو په مرسته د لوبې په پنځلسم اور کې پوره کړ.

د لوګزامبورک لپاره په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې منډې، ۲۵ کيري فراسر جوړې کړي دي.

دا لوبې د یونان د ښځينه کرکټ د اتلولۍ جام په نوم يادېږي، چې د سربيا، لوګزامبورګ، رومانيا، يونان او ځينې نورو هېوادونو په ګډون پيل شوې وې.

د دې لوبو اتلولي د يونان ښځينه لوبډلې وګټله.

 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب