کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نړۍوال جام درېيمه لوبه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو لوبو د کرکټ نړۍوال جام درېیمه لوبه نن شنبه «د سپتمبر ۷مه» د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر سره کېږي. ‎دا سیالي به نن د افغانستان پر وخت د سهار نهه نیمې بجې د کوربه هېواد هندوستان په «درمشالا» ښار کې ترسره شي.  افغانستان په خپله وروستۍ تمریني لوبه کې سریلانکا ته په…

2023-10-06 13:00 123۱ دقیقې لوستل
د نړۍوال جام درېيمه لوبه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو لوبو د کرکټ نړۍوال جام درېیمه لوبه نن شنبه «د سپتمبر ۷مه» د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر سره کېږي.

‎دا سیالي به نن د افغانستان پر وخت د سهار نهه نیمې بجې د کوربه هېواد هندوستان په «درمشالا» ښار کې ترسره شي. 

افغانستان په خپله وروستۍ تمریني لوبه کې سریلانکا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړې وه خو بله خوا بیا بنګله دېش خپله تمریني لوبه انګلستان ته بایللې ده.

د دې نه وړاندې د آسیا جام لوبه کې افغانستان بنګله دېش ته د ۸۹ رنزونو په لوی توپیر سره لوبه بایللې وه.

‎نړۍوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه به د راروانې چهارشنبې په ورځ له کوربه هېواد هندوستان سره وي.

د نړیوال جام لومړۍ لوبه کې نیوزلنډ انګلستان ته او دویمه لوبه کې پاکستان د ۸۱ منډو په توپیر نیدرلنډ ته ماتې ورکړه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب