کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نړۍوال جام دويم پړاو؛ انګلينډ او سوت افريقا خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

  د نړۍوال جام دويم پړاو چې تېره ورځ د اتو غوره لوبډلو له منځه د سويلي افريقا او امريکا لوبډلو تر منځ پیل شو پکې سويلي افريقا بريا خپله کړه.   سوت افريقا امريکا ته د څلورو لوبغاړو په زيان د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه چې په ځوابي توپوهنه کې امريکا د ټولو اورونو په لوبولو ۱۷۶ منډې وکړې او لوبه يې د اتلس منډو په توپير س…

2024-06-19 22:22 720۱ دقیقې لوستل
د نړۍوال جام دويم پړاو؛ انګلينډ او سوت افريقا خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

 

د نړۍوال جام دويم پړاو چې تېره ورځ د اتو غوره لوبډلو له منځه د سويلي افريقا او امريکا لوبډلو تر منځ پیل شو پکې سويلي افريقا بريا خپله کړه.

 

سوت افريقا امريکا ته د څلورو لوبغاړو په زيان د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه چې په ځوابي توپوهنه کې امريکا د ټولو اورونو په لوبولو ۱۷۶ منډې وکړې او لوبه يې د اتلس منډو په توپير سیالې لوبډلې ته بايلوده.

 

د همدې پړاو په دويمه لوبه بیا د انګلينډ او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنخ ترسره شوه.

 

ويسټ انډيز د څلورو لوبغاړو په زيان انګلينډ ته د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

 

په ځوابي توپوهنه کې انګلينډ د لوبې په اتلسم اور کې د دوو لوبغاړو په اوټېدو ياد هدف پوره او بريا يې خپله کړه.

 

په سږ کال نړۍوال جام کې شل لوبډلو برخه لرله چې له منځه يې اته لوبډلې دويم پړاو ته راورسېدې.

 

بايد‌ وويل شي چې افغانستان به هم نن د کابل پر وخت ۷ بجې له هند سره لوبه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب