کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نړۍ افسانوي لوبغاړو ټورنمنټ؛ سویلي افریقا د ای‌بي ډېویلیرز د سلیزې پرمټ اسټرالیا ته ماتې ورکړه

راپور: هدايت دانش  د کوربه انګلستان، هندوستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، ویسټ انډیز او پاکستان هېوادونو له تقاعد شویو لوبغاړو جوړې لوبډلې د خپلو هیوادونو په استازیتوب د نړۍ پخوانیو اتلانو ټورنمنټ کې لوبېږي. یادې سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸ مه نېټه د انګلستان په برمنګهم ښار کې پیل شوي، چې نن یی ۱۲ مه لوبه د اسټر…

2025-07-27 11:24 145۲ دقیقې لوستل
د نړۍ افسانوي لوبغاړو ټورنمنټ؛ سویلي افریقا د ای‌بي ډېویلیرز د سلیزې پرمټ اسټرالیا ته ماتې ورکړه

راپور: هدايت دانش 

د کوربه انګلستان، هندوستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، ویسټ انډیز او پاکستان هېوادونو له تقاعد شویو لوبغاړو جوړې لوبډلې د خپلو هیوادونو په استازیتوب د نړۍ پخوانیو اتلانو ټورنمنټ کې لوبېږي.

یادې سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸ مه نېټه د انګلستان په برمنګهم ښار کې پیل شوي، چې نن یی ۱۲ مه لوبه د اسټرالیا اتلان او سویلي افریقا اتلان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په یاده لوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې د ای‌بي ډېویلیرز د ۱۲۳ منډو پرمټ په ټاکلو شل اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۲۴۲ هدف ورکړ.

اسټرالیایي لوبډلې په دې لوبه کې د خپلو ټولو ویکټو په زیان ۱۴۶ منډې جوړې کړې او د ۹۵ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د همدې ترسره شوو ۱۲ لوبو په لېست کې دوهمه لوبه د ویسټ انډیز او سویلي افریقا ترمنځ پلان شوې وه، چې د باران له کبله مساوي اعلان شوه، دریمه لوبه د اسټرالیا او انګستان ترمنځ وه چې د باران له کبله بې پایلې شوه او څلورمه لوبه چې د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ پلان شوې وه د سیاسي اختلافاتو له کبله لغوه شوه.

په دې ټورنمنټ کې تر دې دمه د سویلي افریقا لوبډله په پنځه لوبو کې په څلورو بریاوو او یوې ماتې د اته نمرو په لرلو سره لومړي مقام کې قرار لري، پاکستانۍ لوبډلې څلور لوبې کړي، درې یی ګټلي، یوه لوبه یی لغوه شوې دوهم مقام له ځان سره لري.

د اسټراليا لوبډلې څلور لوبو کې دوه ګټلي، یوه یې بایللې او یوه لوبه یې د باران له کبله لغوه شوې په درېیم مقام کې ده. ویسټ انډیز څلورو کې یوه ګټلې، درې یې بايللي، څلورم مقام کې ده، د انګلستان لوبډلې په څلورو لوبو کې او هندۍ لوبډلې په درې لوبو کې هېڅ کومه لوبه نه ده ګټلې، په پنځم او شپږم مقامونو کې دي.

د یاد ټورنمنټ د لومړي پړاو درې نورې سیالۍ د هند او انګلستان، اسټرلیا او پاکستان او د هند او ویسټ انډیز ترمنځ ترسره کېږي، له یادو لوبو وروسته به د څلور مخکښو لوبډلو ترمنځ د ناک اوټ پړاو(نیمه پای لوبې) سیالۍ د روانې جولای میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نېټه او پای لوبه به یی د نوې اګسټ میاشتې په دویمه نېټه ترسره شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب