د کوربه انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه ټېسټ لوبو د لوبلړۍ څلورمه لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د یادې لوبې په لومړۍ ورځ انګلستانۍ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یی وکړه، هندۍ لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د یشوی جایسوال، سای سودرسن، او ریشب پنټ د پنځوسیزو او د کیل راهول او شاردول ټاکور له ۴۰ پورته منډو پرمټ د ټولو ویکټو په زیان ۳۵۸ منډې جوړې کړې.
د انګلستان په ګټه توپ اچونه کې لوبډلمشر بین سټوکس تر ټولو زیاتې پنځه او جوفرا ارچر درې ویکټې واخېستې.
انګلستانۍ لوبډلې د هندۍ لوبډلې د منډو په ځواب کې د جو روټ د ۱۵۰، د بین سټوکس ۱۴۷، د بین ډوکېټ ۹۴، د زاک کراولي۸۴، د اولي پاپ ۷۱ او د بریډون کارس د ۴۷ منډو پرمټ د لسو ویکټو په زیان ۶۶۹ منډې جوړې کړې.
د هند په ګټه توپ اچونه رویندرا جدیجا تر ټولو زیاتې ۴ او جسپریټ بومرا او واشنګټن سوندر دوه دوه ویکټې واخېستې.
هندۍ لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د جایسوال او سودرسن په صفر صفر له سوځېدو او ناکامه پیل وروسته خورا اغېزناکه مبارزه وکړه، یادې لوبډلې د پنځمې ورځې تر پایه د رویندرا جدیجا ۱۰۷، د شبمن ګېل ۱۰۳ او د واشنګټن سوندر ۱۰۱ او د کیل راهول ۹۰ منډو پرمټ ۴۲۵ نورې منډې جوړې کړې او یوازې ۴ لوبغاړي یی له لاسه ورکړل.
دا چې د پنځمې ورځې تر پایه د هندوستان دوه پاڼۍ بشپړې نه شوې او نه هم د انګلستان دویمې پاڼې ته وخت پاتې شو، په دې توګه یاده سیالي مساوي پای ته ورسېده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په روانې لوبلړۍ کې تر دې وړاندې ۳ نورې ټېسټ لوبې ترسره شوي چې لومړۍ لوبه د ۵ ویکټو او دریمه لوبه د ۲۲ منډو په توپېر انګلستانۍ لوبډلې ګټلي دي خو دوهمه لوبه د ۳۶۶ منډو په توپېر هندۍ لوبډلې ګټلې وه.
د لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د جولای په ۳۱ مه نېټه پیل شي چې د هند په بریا لوبلړۍ مساوي کېږي او د انګلستان په بریا د یادې لوبډلې په اتلولۍ پای مومي.




