د ۲۰۲۵م کال د جون له ۱۰مې د اګسټ تر ۴ مې نېټې د کوربه انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه ټېسټ لوبو اوږه لوبلړۍ ترسره شوه چې یوه لوبه یی مساوي شوه او په پاتې څلور سیالیو کې دوه انګلستان او دوه هندۍ لوبډلې وګټلې.
د یادې لوبلړۍ پنځمه او وروستۍ ټېسټ نن دوشنبه ماسپښين د هند په بریا پای ته ورسېد، یادې لوبډلې د وروستۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۲۴ او په دوهمه پاڼۍ کې ۳۹۶ منډې وکړې، انګلستانۍ لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۷ او په دوهمه پاڼۍ کې د ټولو ویکټو په زیان ۳۶۷ منډې جوړې کړې او د ۶ منډو په توپېر یی ماتې ومنله.
محمد سراج د وروستۍ لوبې په دواړو پاڼیو کې د ۹ ویکټو ترلاسه کولو له کبله غوره لوبغاړی اعلان شو، هغه همدا راز په ټولو پنځه لوبو کې ۲۳ ویکټې واخیستې او د لوبلړۍ مخکښ ویکټ اخیستونکی شو.
شبمن ګېل په ۷۵۴ منډو او هري بروک په ۴۸۱ منډو د خپلو لوبډلو په بریاوو کې د ښه رول ادا کولو لپاره د لوبلړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.
په دې لوبو کې په یوه پاڼۍ کې تر ترټولو ډېرې ۶۶۹ منډې انګلستانۍ لوبډلې جوړې کړې، په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ۲۶۹ منډې شبمن ګېل جوړې کړ، تر ټولو ۱۱ کیچونه هري بروک ونیول، په یوه پاڼۍ کې تر نورو زیاتې ۶ ویکټې محمد سراج واخېستې او هندۍ لوبډله له انګلستان څخه د خپلو دوه نمرو په لوړولو سره د ټېسټ اتلولیو په جدول کې له یادې لوبډلې مخکې دریم مقام ترلاسه کړ.




