کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هند او پاکستان سوداګریزې لوبې د روانې غوایې میاشتې په ۲۷ تاریخ بیرته پیلېږي

د راپورنو په اساس د هند او پاکستان کرکټ شل اوره سوداګریزې سیالۍ چې د دواړو هېوادونو د تاوتریخوالي له امله ځنډېدلې وې؛ د روانې غوایې میاشتې په ۲۷ تاریخ بیرته پیلېږي. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې د پاکستان او هند کرکټ سوداګریزې سیالۍ(PSL او  IPL) چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د دغه هېوادونو ترمنځ د نښتې له امله ځنډ…

2025-05-13 04:36 114۲ دقیقې لوستل
د هند او پاکستان سوداګریزې لوبې د روانې غوایې میاشتې په ۲۷ تاریخ بیرته پیلېږي

د راپورنو په اساس د هند او پاکستان کرکټ شل اوره سوداګریزې سیالۍ چې د دواړو هېوادونو د تاوتریخوالي له امله ځنډېدلې وې؛ د روانې غوایې میاشتې په ۲۷ تاریخ بیرته پیلېږي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې د پاکستان او هند کرکټ سوداګریزې سیالۍ(PSL او  IPL) چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د دغه هېوادونو ترمنځ د نښتې له امله ځنډول شوې وې د مۍ میاشتې په ۱۷ تاریخ به بیرته پیل شي

 په خبر کې راغلي د پاکستان د سوداګریزو سیالیو اته لوبې چې د هند او پاکستان د جنګونو له امله پاتې وې د مۍ میاشتې له ۱۷-۲۵ تاریخه به د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالی کې ترسره شي.

راپور کې لیکل شوي په دغه سیالیو کې لوبېدونکي بهرني لوبغاړي به بیرته د لوبو کولو لپاره یاد لوبغالي ته ور وغوښتل شي او که چېرته بهرنيو لوبغاړو لوبو ته له ورتګه انکار وکړ نو پر ځای به یې د پاکستان کورني لوبغاړي ولوبول شي.

په همدې حال کې د هند کرکټ بورډ تېره شپه اعلان کړی چې د دغه هېواد مشهور کرکټ لیګ"IPL" سیالۍ به هم د روانې مۍ میاشتې له ۱۷ تاریخ پیل او د جون میاشتې تر دریمې نېټې به دوام وکړي.

سرچینې لیکلي د دغه سیالیو له پیل وروسته به ټولې ۱۷ لوبې د هند په بېلابېلو لوبغالو لکه بنګلور، جېپور، ډیلي، لکنو، ممبۍ او احمد اباد کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د پنجاب کیګنز او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ لوبه چې د مۍ په اتمه نېټه په نیمایې کې لغوه اعلان شوې و د همدغې میاشتې په ۲۴ تاریخ به ترسره شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب