راپور: هدايت الله دانش
(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴): د هندوستان کرکټ بورډ د لوبغاړو ټاکونکي کمېټې ۱۷م پړاو آسیاجام سیالیو ته د سوریاکمار یادف په لوبډلمشرۍ خپله لوبډله انتخاب او اعلان کړه.
په دغه ۱۵ کسیزه لوبډله کې د لوبډلمشر سوریاکمار یادف ترڅنګ دوه ویکټ ساتونکي لوبغاړي سنجو سمسون او جیتش شرما، مرستیال لوبډلمشر شبمن ګېل، ابېشک شرما، تېلاک ورما، هاردیک پانډیا، شیوام دوبی، اکسر پټېل، جسپرېټ بومرا، ارشدیپ سینګ، وارون چکر وتي، کولدیپ یادف، هارشیت رانا او رینکو سینګ ټاکل شوی دی.
د ۲۰۲۵ کال آسیاجام سیالۍ د راروانې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېته د افغانستان او هانګ کانګ په لوبې سره پیلیږي، د یاد جام په سږن پړاو کې ۸ ګډونوالې لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبې کوي، هندۍ لوبډله د دې ټورنمټ په ګروپي پړاو کې د A ګروپ د لوبډلو پاکستان، امارات او عمان پر وړاندې لوبې لري او د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په B ګروپ کې د سریلانکا بنګله دېش او هانګ کانګ پر وړاندې لوبې کوي.




