د المپیک ملي کمېټه وايي، د والیبال ملي لوبډله د آسیا د مرکزي زون په سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
د والیبال ملي لوبډلې ته د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت ریاست له لوري د ښه راغلاست ځانګړي مراسم نیول شوي وو.
د دې کمېټې رييس احمدالله وثیق لوبغاړو ته د هرکلي تر څنګ ويلي، چې افغانستان د چین په کوربه توب د آسیا په المپیکي سیالیو کې هم خورا ښه وځلېد او له کمو امکاناتو سره سره یې پنځه مډالونه وګټل.
هغه له ورزشکارانو سره ژمنه کړې، چې د دوی هر راز همکاري به کوي او د سترو ویاړونو د ګټلو زمینه به ورته برابروي.
د آسیا د مرکزي زون د اتلولۍ سیالۍ د اکتوبر له نهمې تر ۱۵ مې نیټې د سریلانکا د پلازمینې کولمبو ښار په کوربه توب د شپږو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې.
د افغانستان ملي لوبډلې ازبکستان، بنګلدیش او عربستان هېوادونو ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول د سیالیو درېیم مقام وګټي.




